امنیت

په ننګرهار کې ديوې سترې تروريستي پيښې مخه ونيول شوه

کابل باختر د مرغومي دمياشتې  ١ :
دثانيه سوزونکو فليتو نهه  زره پنځه سوه کپسولونه نن  دننګرهار ولايت  دامنيې قوماندانۍ له  تروريزم سره دمبارزې مديريت له خوا  کشف اوضبط شول .
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان  پاسوال فضل احمدشيرزاد  چې له خبريالانو سره يې خبرې کولې وويل دپخوانى اطلاع له  مخې  له تروريزم سره دمبارزې دمديريت دپوليسو  دځواکونو  دثانيه سوزونکو فليتو نهه زره پنځه سوه کپسولونه  دثانيه سوزونکي  اووه ويشت بنډله  مزي  چې  مخالفين په بمي چاودونو کې  ورڅخه استفاده کوي  کشف اوترلاسه کړل.
پاسوال شيرزاد  څرگنده کړه چې دغه توکي په ماهرانه ډول  په يو بار وړونکي موټرکې ځاى پرځاى شوي و او طالبانو غوښتل هغه کابل ته وليږدوي چې دننګرهار ولايت دسره رود ولسوالۍ  دسرخاب پله له ساحې څخه  له تروريزم سره دمبارزې مديريت دپوليسو له خوا  کشف اوترلاسه شول.
شيرزاد زياته کړه : دقضيې په اړوند  دروداتو ولسوالۍ دحصار شاهي  ددوه سړکې  دکابل   کمپ اوسيدونکي درفيع الله په نامه يو تن نيول شوى دى.
ده   ددغو توکو کشفول دسترو تروريستي توطيو په شنډولو کې دامنيتي ځواکونو لپاره  يو ستر برياليتوب وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته