امنیت

ډاکټر محب: له جنايي جرایمو سره مبارزه د امنیتي، نظامي او ملکي سکټورونو ګډ کار دى او همکارۍ ته اړتیا لري

کابل/باختر/ د چنګاښ ۶ مه
د امنیتي سکټور ناسته پرون مازیګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ جوړه شوه.
د ملي  امنيت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ناسته کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر، د پوځ لوی درستیز، د ملي دفاع وزارت مرستیال، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مشر، د لوړو زده کړو او کار وزارتونو سرپرستانو او د ښځو چارو وزیرې حضور درلود.
لومړی د امنیتي او دفاعي سکټور رهبرۍ د هېواد د مختلفو ولایاتو، په ځانګړې توګه د تخار، لوګر، فاریاب او غزني ولایتونو د امنیتي وضعیت راپور جلسې ته وړاندې کړ او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ یې ورکړ چې امنیتي ځواکونه د هېوادوالو امنیت ته بشپړ چمتو دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي مسعود اندرابي کابل او ولایتونو کې د جنیايي جرایمو اړوند راپور غون‌‌‌‌‌‌ډې ته وړاندې کړ وې ویل، چې د روان کال لومړیو درېیو میاشتو کې، د 1397 کال د لومړیو درې میاشتو په پرتله د جنايي جرایمو کچه د پام وړ راټیټه شوې ده.
هغه د جنايي جرایمو د کچې راټیټېدو په برخه کې د روغتیا، حج او اوقافو، اطلاعاتو او کلتور، کار او ټولنیزو چارو، لوړو زده کړو او د ښځو چارو وزارتونو پر رول او ګ‌‌‌‌‌‌ډو هڅو ټینګار وکړ.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار وویل، له جنايي جرمونو سره رغنده مبارزه د امنیتي، نظامي او ملکي سکټورونو مشترک کار پورې تړلې ده. نوموړي غوښتنه وکړه چې ښکېلې ادارې او وزارتونه دې د ګ‌‌‌‌‌‌ډې کړنلارې په ایجاد له جنايي جرایمو سره د مبارزې په چاره کې له کورنیو چارو وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
‌ډاکټر حمدالله محب له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ځینو ولسوالیو د بېرته نیول کېدو په اړه د امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي اقدامات وستایل او امنیتي وزارتونو ته یې هدایت ورکړ چې د هېواد په کچه دې د دښمن پر مرکزونو او پټنځایونو خپلو چاڼیزو عملیاتو ته دوام ورکړي.
پاى – ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته