امنیت

په هرات کې د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي جګړو په بهيرکې بشري ضدجنايات

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢١:
د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د جګړې دواړو لورو بشري ضد جنايتونه ترسره کړي دي.
د استخباراتي خبرځايونو د وروستيو رپوټونوله مخې: په شينډنډکې دطالبانو له دواړو لوروڅخه څه ناڅه٢٠٠تنه وژل شوي او په لسګونوتنه نوريې ټپيان شوي دي.
د هرات ولايت مقام په شينډنډ ولسوالۍ کې د دښمنو ډلو د انساني او بشري ضد جنايتونو د غندنې په ترڅ کې په دې باب د ادعاګانو د څيړنې په مقصد يو هيئت  موظف او سيمې ته استولى دى.
د هرات ولايت مطبوعاتي مسوول جيلاني فرهاد د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې  جګړه کې له دواړو ښکيلو لورو څخه څه ناڅه دوه سوه تنه وژل شوي او په لسګونو تنه نوريې ټپيان شوي دي.
ښاغلى فرهاد ټينګار کوي چې د دغو جګړو په بهيرکې آن د خلکو د استوګنې کورونه هم لوټ کړاى شوي دي.
د هرات ولايت مطبوعاتي مسوول وايي: د شينډنډ ولسوالۍ د زيرکوه په سيمه کې  د وسله والو طالبانو قوماندان ملانيګيالى تښتيدلى دى.
ده دغه راز د شينډنډ د حالت د څيړنې په مقصد د جدي تدبيرونو د نيولو ډاډ ورکړ   او ټينګار يې وکړ چې د دغو څيړنو له نتيجوڅخه به ډير ژرخلک خبر شي .
د يادونې وړ ده چې د طالبانو د ډلې د مشر ملا عمر له مړينې وروسته په دغې ډله کې څو ډلې رامنځته شوي او د دوى ترمنځ دښمني هم زياته شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې وروستۍ جګړې او تاوتريخوالي هم د همدغو اختلافونو له امله رامنځته شوي او پخوا هم له دواړو لوروڅخه په سلګونو تنه وژل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته