ټولنه

دهرات له سمسورتيا سره دمرستي لپاره دايران دتياري اعلام

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٤ :

دخراسان رضوي ولايت دطبيعي  منابعو دعمومي اداري مسوولينو چې دهرات ښاروالۍ له چارواکوسره يي کتلي دي دهرات ښار دسمسوري فضا دپراختيا په لاره کې چې دزياتو تخنيکي او روزنيزو همکاريو دپيل کولو په مقصد خپل تياري څرگندکړي دي .

له هرات څخه دباختراژانس دخبرله مخې ددغه ټيم غړو دشني فضا پراختيا ته دهرات ولايت دجوى شرايطو مساعدوالي ته په اشاري سره دمناسب اقليمي شرايطو شتون اودشني فضا له پراختيا سره ددغه ولايت دخلکو علاقمندي وستايله .

دوي وويل  چې ډير ژر په دې برخه کې خپلي همکاري پيلوي.

په همدي حال کي  دښاروالۍ مسوولينو دژوندانه چاپيريال ساتني په برخه کې له موجودو ظرفيتونو اوځواکمنۍ څخه دزياتي استفادي په مقصد ددوه اړخيزو تخنيکي همکاريو غوښتنه وکړه چې  دهييت درييس له خوا په دې برخه کې دهمکاري ژمنه  وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته