ټولنه

د روزګان ولايت يوشمېرخلکو دملي پيوستون دپروګرام له آسانتياووڅخه ګټه واخسته

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٧
په روزګان ولايت کې څه ناڅه ٤٥٠٠ کورنيو نن د ملي پيوستون د پروګرام د پروژو له آسانتياوو څخه ګټه واخسته .
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د اته ويشتو مليونو افغانيو په لګښت د روزګان ولايت په ترينکوټ، شهيد احساس، خاص روزګان او د ګيزاب په ولسواليو د اته ويشتو ټولګټو پروژو کار بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې.
په دغو پروژو کې دمحافظوي ديوال، پلګونو،  د کرنيزو اوبو دکانالونو، د استنادي ديوال او د سړک د غاړو د ويالو جوړول او د څښاک د اوبو د څاګانو کيندل شامل دي.
د يادونې وړ ده چې په روزګان ولايت کې د ملي پيوستون د پروګرام د فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې د ترانسپورت، د اوبو رسولو او بريښنا د شبکو، د اوبو د کانالونو، د ټولنيزو مرکزونو د جوړولو او د بديل ژوندانه په برخوکې ١٢٨٠ ټولګتې پروژې بشپړې او د خلکو د استفادې وړګرځيدلې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته