سیاست

د افغانستان او ايران د سرحدي ولايتونو د واليانو د دايمي دارالانشا د جوړولو تصويب

زاهدان  باختر د زمري  اوومه :
د ايران د سيستان او بلوچستان د ولايت د والي د څرګندونوله مخې، د ايران د زاهدانو په ښارکې د افغانستان او ايران د سرحدي ولايتونو د واليانو د غونډو د دايمي دارالانشا جوړول تصويب شو.
د سيستان او بلوچستان ولايت د عامه اړيکو دفتر خبرورکړ چې د افغانستان او ايران د سرحدي ولايتونو د واليانو د غونډو  دوام د دواړو هېوادونو د تعاملاتو په پراختياکې ارزښتناک رول لري او دغه کار د دايمي جوړښت او د دارالانشا د تعريف غوښتنه کوي چې په مشهدکې د روانې اوونۍ په غونډه کې چې د سيستان او بلوچستان ولايت په زاهدان ښارکې د افغانستان او ايران د اقتصادي ګډ کميسيون د دايمي دارالانشا جوړول تصويب شو .
د ايران د جنوبي خراسان او رضوي خراسان د سيستان او بلوچستان او د افغانستان د هرات، فراه او د نيمروز د ولايتونو د واليانو ګډه غونډه د زمري د مياشتې له دويمې نيتې څخه د دوو ورځو لپاره د ايران د کورنيو چارو د وزير رحماني فضلي په ګدون په مشهدکې جوړه شوې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته