ټولنه

دهرات په ګذره کې پرمختيايي پروژې عملي کېږي .

کابل /دغبرګولې ١٦مه /باختر :
دهرات ولايت په ګذر ې ولسوالۍ کې پرون  ددوو پرمختيايي پروژو کار پيل شو . په دغو پروژو کې  ديو واټ پخول او داوبو ديو بند جوړول شامل دي . چې د١٣٠ميليونوافغانيو په لګښت دهرات په ګذرې ولسوالۍ کې عملي کېږي .
باختراژانس دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد دڅرګندونوله مخې،  خبرراکړ.
چې په دې پروژه کې دابول دسيمې  او دګذرې ولسوالۍ  دسمنتو دکارخانې ترمنځ  واټ قير کېږي اوداوبو يو بند ددغې ولسوالۍ  دچشمه خواني په سيمه کې جوړېږي چې ددغوپروژو له اسانتياو څخه به دګذرې په ولسوالۍ کې دپنځوسو کليو اوسيدونکي  ګټه واخلي .
جيلاني فرهاد وويل چې ددغو پروژو کار په يوکال کې  بشپړېږي .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته