سیاست

دوه تنه نوي نوماند وزيران داستازو مجلس ته معرفي شول .

کابل باختر دسلواغې اوومه :
دجمهوري رياست دويم مرستيال قانون پوه  سرور دانش نن داطلاعاتو او فرهنګ او دعدليې  دوزارتونو نوماندان  ولسي جرګې ته معرفي کړل .
  دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې ، دجمهوري رياست دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش دافغانستان داسلامي جمهوريت   دجمهور رييس  محمد اشرف غني  له حکم سره سم عبدالباري  جهاني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنوماند اونجيب  اقا فهيم دعدليې وزارت دنوماند په توګه ولسي جرګې  ته وروپيژندل شول .
وروسته  دنويو نوماند وزيرانو لنډ ژوند ليک  په پارلماني چارو کې ددولت دوزير پوهنمل نبي فراهي  له خوا ولوستل شو .
پخوا اى سلطان  خيري   دجمهور رييس له خوا داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنوماندې  او احمد سير مهجور  دعدليې وزارت دنوماند په توګه ولسي جرګې ته معرفي شوي وو .خوددوه ګوني تابعيت  دلرلو په دليل دغه دوه تنه نوماندان او څو تنه نور نوماندان  دولسي جرګې له خوا ردشول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته