امنیت

دهلمند په ناد علي کې طالبانو ته دسر درون زيان واوښت .

کابل باختردتلي شپږويشتمه :
دهلمند ولايت  دنادعلي  ولسوالۍ په مربوطاتو کې تيره شپه دافغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې دوسله والو طالبانو دډلې ديوه سرګروپ  په ګډون اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دهلمند ولايت امنيه قوماندان نبي جان ملاخيل باختراژانس ته وويل: دغه عمليات دګډو افغان ځواکونو له خوا دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول   چې له امله يې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې  د وسله والو طالبانو دډلې يو سرګروپ وژل شوى او يوه اندازه جنګي وسايل په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته