ټولنه

د کونړ قومي مشرانو او دیني عالمانو له نظام څخه خپل ملاتړ څرګند کړ

اسعد اباد باختر د لیندۍ ۱۷ مه
د کونړ د مرکز او ولسوالیو ګڼ  شمېر اوسیدونکو د یوې پراخې  غونډې په ترڅ کې له نظام څخه د خپل ملاتړ د څرګندولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې د بیا رغاونې د پروژو په وړاندې به هیڅ چاته د خنډ جوړولو  اجازه ور نه کړي.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې؛
په دې  غونډه کې د پیج درې اوسیدونکي مولوي عزیزالرحمن وویل  چې، ملت او نظام یو بل پورې تړلې دي، که ملت نه وې نظام نه چلېږي او که نظام نه وې ملت به ګډوډ او دزياتو ستونزو سره مخامخ وي .
هغه زیاته کړه،  په تېرو لسیزو کې افغانانو تریخ ژوند تېر کړی او که موږ د خپل حکومت ملاتړ او د پروژو ساتنه ونه کړو، نو لرې نه ده چې بېرته پخواني بد حالت ته ستانه شو.
د مرکز اسعد اباد اوسیدونکی مولوي رحمت الله وايي : باید هر افغان دا خاوره خپل کور وګڼي او د  بیا رغاونې د پروژو ساتنه په هغه ډول وکړي لکه څنګه چې د خپل کور ساتنه کوي.
قومي مشر حاجې ګل محمد وویل : کونړیانو تل له دولت او د بیا رغاونې له پروژو څخه  ملاتړ کړی ،خو مرکزي حکومت کونړ سره د میرې مور سلوک پیل کړی چې همدې چارې کونړیان ناهیلې کړې دي .
په غونډه کې ګڼو نورو ویناوالو هم خبرې وکړې او دولت یې په دې تورن کړ چې د کونړ په پرېمانه اوبو کې یې په دغه ولایت کې یو برښنا کوټ هم جوړ نه کړ.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته