سیاست

ايساف: دافغانستان دسرحدي ځواکونو دروزنې او سمبالولو لپاره زموږ ژمنه پرځاى ده .

کابل باختر د چنګاښ  اتمه :
ايساف دسرحدي پوليسو  دځواکونو دروزنې ، سمبالولو او پياوړي کولو له بهير سره په هميشني ملاتړ ژمن دى .
  په لويديځ زون کې  دايساف قوماندان  د ٧٠٥ سرحدي زون له قوماندان سره په کتنه کې ددغه خبر په اعلامولو سره وويل چې دانتخاباتو په بهيرکې  دافغان امنيتي ځواکونو برياليتوبونه دقدر وړ دي.
د ٧٠٥ سرحدي زون دپوليسو قوماندان جنرال محمد جمعه عديل وايي، دده تر امر لاندې ځواکونه دخاصو عملياتوپه ترسره کولو سره په دې بريالي شوي دي چې ددوى دمسووليت په ساحو کې دامنيتي حالت په ښه والي  کې په ښه توګه عمل وکړي .
جنرال عديل دغې قوماندانۍ ته دمدرنو پوځي تجهيزاتو دبرابرولو په برخه کې  دايساف دځواکونو دهمکارۍ غوښتنه وکړه، او دامنيتي فعاليتونو په ترسره کولو کې يې دايساف همکاري وستايله .
دايساف قوماندان هم زموږ دهيواد دامنيتي ځواکونو دپياوړتيا  له امله دخوښي په څرګندونو سره  دافغانستان دسرحدي  ځواکونو دروزنې او سمبالولو په برخه کې دخپلې همکارۍ ددوام ډاډ ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته