نړۍ

د ايټاليا سمندري ځواکونو د ٤٥ تنو مهاجرو مړي د مديترانې له سمندرګي څخه وايستل

روم – ايرنا – باختر د غبرګولي دمياشتې ٨
د ايټاليا سمندري ځواکونو د ٤٥ تنو مهاجرو مړي پرون له هغه وروسته چې د دوى د سپرلۍ بيړۍ ډوبه شوه؛ کشف او له اوبو څخه يې وايستل.
له روم څخه د رويټرز د خبري آژانس دخبرله مخې :
د ايټاليا سمندري ځواکونو اعلام وکړ چې ١٣٠ تنه مهاجرين يې د ډوبيدو په حال کې له يوې بيړۍ څخه ژغورلي دي .د نورو احتمالي مړو د موندلو لپاره  هلې ځلې دوام لري.
دغه نوې تراژيدي يوه ورځ له هغه وروسته رامنځته کيږي چې د ديرشو تنو مړي چې ګومان کيږي د يوې بلې ډوبې شوې بيړۍ قربانيان وي؛ کشف کړي دي .
د مديترانې په سمندرګي کې په يوه ډيره بده پيښه کې د کپ نيونې يوه بيړۍ له ٦٥٠ تنو سپرليو سره د چهارشنبې په ورځ د ليبيا سواحلو ته څېرمه ډوبه شوه .
په روم کې د ملګرو ملتو سازمان د پناه غوښتوونکو ادارې وياند ډوبيدو درې پيښې ډيرې د انديښنې وړ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته