کابل باختر د دغويي دمياشتې ٢٠ نيټه :
په روان کال کې په کندز ولايت کې د درې سوه پنځوسو مليونو افغانيو په لګښت څو زراعتي پروژې عملي کيږي .
دغه ټکى د کرنې او اوبو لګولو وزارت هيئت د کندز له والي سره په کتنه کې څرګند کړ .
د دغه هيئت غړو زياته کړه چې درې ٣٥٠ ميليونه افغانۍ به د اوبو رسولو د سيستم د بيا احيا کولو، د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې د برابرولو او دغه راز د بڼوالۍ او مالدارۍ ، د زعفرانو د کرکيلې، د اوبو د بندونو او کانالونو او د استنادي ديوالونو د جوړولو په برخو کې ولګول شي .
دکندز والي عبدالجبار نعيمي په دې کتنه کې وويل چې د کندز د کرنې برخه ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري او د کرنې له وزارت څخه يې وغوښتل چې د قوريو د پراختيا، د سړو خونو د جوړولو د بزګرانو محصولاتو ته د بازار موندنې او په دغه ولايت کې د بزګرانو د ستونزو د لرې کولو برخو ته زياته پاملرنه وکړي چې يوځل بيا کندز د افغانستان په کندو بدل شي .
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل