سیاست

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن د پكتيكا له والي محب الله صميم سره وكتل .

کابلباختردجوزا٢٦
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن د پكتيكا له والي محب الله صميم سره وكتل .
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دي كتنه كې دپکتيکا والي د امنيتي حالت ، د پراختيايي پروژو د پلي كيدو د څرنګوالي ، د ښوونځيو د پرانيستو او د سيمه ييزه اداري د ځينو كړنو په اړه معلومات وړاندي كړل ، ويې ويل چې د دې ولايت د سرحدي موقعيت پر بنسټ ، دولت بايد د سرحدي پوليسو پوستې پياوړي او پرسونل يې زيات او سمبال كړي ، تر څو د بهرنيو لاسوهنو او د دولت دوسله والو مخالفينود فعاليت مخه ونيول شى.
د مشرانو جرګې رئيس خلكو ته  سوله ييز ژوند د برابرولو د اړتيا په اړه رڼا واچوله ، زياته يې كړه چې امنيتي ارګانونه بايد د هيواد زيانمنو ولايتونو كې جدي تدابير ونيسي ، څرنګه چې د سرحدونو دفاع او ساتل د بهرنيو لاسوهنو د لمنځه وړو ضامن ګڼل كيږي .
په پاي كې د مشرانو جرګې رئيس د محب الله صميم د ښو خدمتونو په درناوى د مشرانو جرګې ستاين ليك په داسي حال كې چې د دې ولايت سناتور خان محمد خاګي هم  حاضر وو ده ته وركړ .
همدا راز د مشرانو جرګې رئيس د كورنيو چارو وزارت د اړودوړو ضد قطعي د كړنو او فعاليتونو رپوټ واوريد .
په دي ناسته كې د دې قطعي قوماندان ډګروال اركان حرب شاه ولي سعادت د دندو ، د پروسونل د ظرفيت او د دغې قطعي د محاربوي احضاراتو په اړه معلومات وړاندي كړل .
د مشرانو جرګې رئيس د خبرو په ترڅ كې د هيواد د وسله وال ځواك په لا زياتو سمباليدو ټينګار وكړ ، ويې ويل چې د پوليسو دنده د نظم راوستل او په ټولنه كې د امن راوستل دي او  بايد منسوبين له خلكو سره د ديني لارښوونو او د فرهنګي ازښتونو سره سم چلند وكړي او هم خپل مسئوليتونه د قانون مطابق په ښه توګه ترسره كړي . په پاي كې د يادي قطعي د ښو خدمتونو په درناوى د مشرانو جرګې نښان د ډګروال سعادت په ټټر وټومبل شو .

دغه راز د مشرانو جرګې لمړي نايب  محمد علم ايزديا نن  په كابل كې د انګلستان دسفارت سياسي مرستيالې ميرمن جاياچوراريا سره د خپل كار په دفتر كې وكتل .
په دي كتنه كې د مشرانو جرګې لومړى نايب په بيلا بيلو په ځانګړي توګه افغانستان كې د امنيت د تامين په برخو كې د دغه هيواد له مرستو څخه د مننې په څرګندولو سره يادونه وكړه او د ټاكنو او په دي لاره كې د ستونزو ، د ټاكنو د قانون د تصويب او د ځينو كمښتونو له دې جملې په ولايتي شورا كې په سلوکې دپنځه ويشتوښځووڼدي د په پام كې نيولو او په دي قانون كې د سياسي ګوندونو د ونډي ، د دولت د وسله والو مخالفينو سره د خبرو د يو ميكانيزم د جوړيدو ، د تروريزم ، دنشه يي توكو قاچاق او اداري فساد سره د مبارزي او له ۲۰۱۴ كال وروسته د نړيوالي ټولنې د مرستو د دوام داړتيا په اړه خبري وكړي .
ورپسې د انګلستان دسفارت سياسي مرستيال د دواړو هيوادونو تر منځ د پارلماني اړيكو پر ارزښت باندې دټينګار تر څنګ له افغانستان سره د خپل متبوع هيواد د مرستو د دوام ډاډ وركړ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته