سیاست

دامنيتي چارو کارپوهان: دشيکاګو دغونډې ژمنې بايد عملى بڼه و لري

کابلباختردغويي٣١ مـه                               

ټاکل شوې ده نن د ناټو د هيوادو نو مشران خپله پنځه ويشتمه غونډه د ا مريکا دشيکا ګو په شهر کې جوړه کړي ، ددغې غونډې په بهير کې چې دوه ورځې دوام کوي دځينو مسالو ترڅنګ چې د ناټو دا خلى مناسباتو پورې اړه پيدا کوى له ٢٠١٤ کال وروسته به هم افغا نستان دپا ملرنې په محور کې وي .

 دسياسي چارود کارپوهانو په باور د ناټو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه په دريو محورو نو تمرکز لري .

 ١ له بهرنيو ځوا کو نو څخه د افغا نستان مرکزو نو ته د امنيتي مسوليتونو دسپارلو په دوران او ددغو مرکزو نو د تمويل په باب د افغا نستان په وړا ندى د نړيوال اود ناټو دشريکا نو ژمنه .

٢ د افغا نستان ددفاعى اړتيا وو د لري کولو  دډاډ ترلاسه کول .

٣  د ناټو دغړو ترمنځ د اړيکو ټينګښت او په يو ويشتمه پيړي کې ددغه تړون په وړا ندى له ستو نزو سره مقا بله .

 هغه څه چې په شيکا ګو کې په افغا نستان پورې اړه پيدا کوي له افغانستان سره د مرستو استراتيژي ، د دغو مرستو  د لګښت مديريت او له ٢٠١٤ کال وروسته له افغا نستان څخه د نړيوالې ټولنې د ملا تړ لارې چارې او هم له کمي پوله، له کيفې پلوه د افغا ن ځوا کو نو د کاري ظرفيت لوړول دي .

په همدې مقصد نه يوا زى جمهور رئيس کرزي ته بلنه ور کړ شوې ده چې په شيکا ګو کې د ناټو د مشرا نو په غونډه کې ګډون و کړي بلکې ديو شمير نورو هيوادو نو له مشرانو او چګپوړو استا زو ته چې د ناټو غړيتو ب نه لري ، خود ناټو په امنيتي پروګرامونو کې مشارکت لري ، لکه نوي زيلا ند ، استر اليا  بلنه ورکړ شوې ده چې په غونډه کې ګډون و کړي اود افغا نستان په وړا ندى له ٢٠١٤ کال وروسته خپلې ژمنې وړا ندى کړي .

دشيکاګو غونډه د افغا نستان لپاره له هيلو او انديښنو سره يو ځاى ده. هيلې ددې لپاره چې افغا نستان د امنيتي ، سياسي او ټولنيز پلوه په خپلو پښو ددريدو په لور ګام پورته کوي او هغه نظام چې دد موکراسي پربنسټ جوړ شوى دى اود  تيرو لسو کلو نو په بهير کې له ستو نزو سره سره برياليتو بو نه لري چې دشيکا ګو د برخه والو په ملاتړ به دغه نظام پيا وړي شي ، خو له دې مسالې څخه ويره چې ګنې د بهرنيو ځوا کو نو په وتلو سره افغا نستان بيا تيروخت ته راوګرځي تنظيمي جګړې بيا زور وا خلى او افغا نستان يو ځل بيا د ترو رستي ډلو په وجود کې دتحجر او بر بريت يوه بله دوره پيل کړي .

 دسياسي مسالو کارپوه جنرال عتيق الله امر خيل له ٢٠١٤ کال وروسته کلو نو ته خوشبين دى ځکه ناټو ته د يو اخلاقى مکلفيت په چوکاټ کې د افغا نستان لپاره  ژمنې و کړې چې کولاي شي د افغانستان اود سيمې خلکو ته روښانه پيغام ولري او هغه د افغانستان  د ملا تړ ژمنه ده ،امر خيل د باخترا ژانس خبريال ته وويل دشيکا ګو په کنفرا نس کې د افغا نستان د برخليک ټا کوونکى مسالى په باب خبريې کيږي.

د افغان امنيتي ځواکونو ښوونه او رو زنه او افغا نستان ته دسمې سلا مشوره ورکول او په دغه هيواد کې د ښې حکومتو الى پيا وړ تيا ده .له بلې خوادغه کنفرا نس له امنيتي پلوه په ګاونډيو هيوادو مستقيمه اغيزه لري ، ځکه په دې کنفرا نس کې ژمنې کيږي او ناټو تر ٢٠١٤ کاله پورې د خپلو مرستو دد وام خبري کوي .

 دغه راز په دې  غونډه کې  دا مساله  هم څرګنديږي که چيري افغانستان وغواړي دبهرنيو ګوا ښو نو د لري کولو په مقصد د نا ټو ځواکونه به په دغه هيواد کې پا تې شي دشيکا ګو ژمنې له رو حي پلوه په افغان امنيتي ځواکو نو مثبته اغيزه لري .

 که چيري نا ټو ددوى  ترڅنګ وي په قوي مورال او رو حيې سره کولاي شي مبارزه و کړي .

دغه غونډه په ټولو برخو کې د افغا نستان د خلکو لپاره برخليک ټاکوونکى دى او بايد د افغا نستان ټول خلک ددغه کنفرانس هر کلي و کړي .

د ولسي جرګې ددفاعي چارو دکميسيون رييس شکريه بارکزي دشيکا ګو غونډه  افغا نستان ته يو ښه فرصت بو لى اوڅرګند وي چې دشيکا ګو غونډه هم افغا نستان او هم ګاونډيو هيوادو نو ته يو ښه فرصت دى.

 په دې کنفرا نس کې د سياسي او امنيتي مسالو دڅرنګوا لى په باب خبري کيږي او هغه ژمنې چې کيږي مثبتې اغيزې لري .

 دشيکا ګو په کنفرانس کې ددې ترڅنګ چې نړيواله ټولنه د افغانستان په وړاندى خپلې ژمنې مشخصوي د افغا نستان له ګاونډيو هيوادو نو څخه به وغواړي چې د افغا نستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه و نه کړي .

ميرمن بارکزي چې د باختر ا ژانس له خبريال سره يې خبري کو لې د افغا نستان دبهرني ملاتړ په تو ګه دشيکا ګو د کنفرا نس ياد ونه وکړه چې کولاي شي په ځينو غرض لرو نکو ګاونډيو کې دد غه هيواد راتلونکى او دريځ تثبيت کړي او له افغا ني لوري غوا ړي چې دشيکاګو په غونډه کې له برا بروشويو فرصتو نو څخه زيا ته استفاده وشي او له يوې پيا وړي ديپلو ماسي سره د افغا نستان غو ښتنې پوره کړي.

 دافغانستان د اردو يو پخوا نۍ جنرال اود ولسي جرګې پخوا نۍ غړي نورالحق علو مي  وايي دشيکا ګو د غونډې جوړول په افغانستان کې د امنيت او ثبات په اړوند ارزښتناک رول لري .

 په دې غونډه کې د مرستې په باب خبري کيږي ګاونډي هيوادو نه هيڅکله نه غوا ړي په افغانستان کې سو له اوثبات ټينګ شي او بايد په دې غونډه کې له تروريزم سره د جدي مبار زې په خا طر رښتينى تصميمو نه ونيول شي.

 په دې کنفرا نس کې دغه را ز بايد د ښي حکومتوالى په باب خبري وشي او هغه ژمنې چې کيږي عملي شي .

 موږ دغه خبري  د يوې خصوصي ورځپاڼې د مسوول مدير په دغو څرګند ونو  پاى ته رسوو چې وا يي هغه غونډه چې کولاي شي په افغانستان کې د امنيت تکليف رو ښا نه کړي يوا ځى دپيسو او وسلو په تزريقولو نه شي کولاى امنيتي بحران حل کړي لږ ترلږه بايد د افغانستان د امنيتي ځوا کو نو په پيا وړ تيا کې دشيکا ګو د غونډې د استرا تيژي دڅارنې او سم تطبيق په پا م کې و نيسو چې و کولاي شي ور ته هيله من و او سو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته