امنیت

دکابل پوليسو يو تښتول شوى ماشوم په پروان کې وژغوره

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٨
دکابل پوليسو تېره شپه په پروان ولايت کې د ځانګړو عملياتو په ترسره کولو سره يو تښتول شوى ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد کړ.
دباختر آژانس د خبرله مخې: دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى حشمت الله ستانکزي وويل چې تښتول شوي ماشوم نهه کلن دى او د زمري د مياشتې په ١٥مه نيټه د قلعه فتح الله د سليم کاروان له ساحې څخه په داسې حال کې چې له ښوونځي څخه کور ته روان و؛ د يوې ډلې انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو او له کابل څخه بهر ليږدول شوى و . انسان تښتوونکو د دغه ماشوم د خوشې کولو په بدل کې د ده له کورنۍ څخه يو مليون ډالر غوښتي و.
د چټک غبرګون پوليسو او د کابل د پوليسو د ځانګړو عملياتو د څانګې کارکوونکو د دغه ماشوم د پټولو ځاى د پروان ولايت په مربوطاتوکې تثبيت کړ او تېره شپه يې د عملياتو په ترسره کولو سره چې د وسله والې نښتې سبب هم شوه؛ تښتول شوي ماشوم يې آزاد کړ او د دغې قضيې څلور تنه عاملين يې ونيول.
ددغو عملياتو مشري دکابل ولايت د امنيه قوماندان ظاهر له خوا ترسره کيدله او ژغورل شوى ماشوم کورنۍ ته يې سپارل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته