امنیت

څلورتنه سيمه ييز پوليسان د ناټو د ځواکونو په هوايي بريدکې شهيدان شول

کابل  باخترد وري دمياشتې  ١٥ :
دغزني ولايت د ده يک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ناټو د هوايي ځواکونو د بريد له امله څلور تنه سيمه ييز پوليسان او دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول.
دغزني ولايت د ده يک ولسوال فضل احمد ددغه خبرپه تائيدولوسره باخترآژانس ته وويل: دغه بريدپرون مازيګر ددغې ولسوالۍ دسليمانزو په کلي کې ترسره شوى دى .
ده وويل: دسيمه ييزو پوليسو يوشمير سرتيري په يوه دښته کې دګزمې په  حال کې ووچې دايتلاف د هوايي ځواکونوله خوا ورباندې بريد وشو چې له امله يې څلورتنه سيمه ييز پوليسان او دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول.
دغزني ولايت دملکي روغتون مسوولينو ويلي دي چې څلور مړي دغه روغتون ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته