سیاست

دجمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم پيغام

-کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣٠

دسولې دشهيد، دافغانستان دخلکو دجهاد او مقاومت دمشر، دافغانستان داسلامي دولت دپخوانى جمهور رييس او دسولې دعالي شورا د رييس پروفيسر استاد برهان الدين رباني دشهادت د دويم تلين په مناسبت دجمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم پيغام :

ګرانو هيوادوالو، خو يندو او ورونو :

دوه کاله مخکې د ١٣٩٠ هجري لمريز کال د وږي دمياشتې په نهه ويشتمه نيته دافغانستان دخلکو دجهاد او مقاومت لارښود، دافغانستان داسلامي جمعيت مشر، دافغانستان داسلامي دولت پخوانى جمهور رييس او دسولې دعالي شورا رييس پروفيسر استاد برهان الدين رباني دتور زړو تروريستانو په واسطه ديو ځانمرګې بريد له امله چې دسولې دمرکچې په جامعه کې د ده کورته غوښتل شوي و،  شهيد کړى شو .

په دې مناسبت دخپلې ډيرې  ژورې ډاډ ګيرنې او خپګان مراتب د ارواښاد کورنۍ او دافغانستان خلکوته وړاندې کوم او دلوي خداي(ج) له دربارڅخه دغه ارواښادته دفردوس جنت هيله کوم.

شهيد پروفيسر استاد برهان الدين رباني دخپل ژوندانه په ټولو دورو کې دافغانستان  د خلکو دجهاد او مقاومت کاروان په پوره  درايت سره رهبري کړ.

دى په خپل ژوندانه کې تل دافغانستان د مجاهدو خلکو ترڅنګ و دريد او دهيواد داتلو مجاهدينو لښکر يې د وخت دشوروي اتحاد داشغالګراننو پرخلاف دبرياليتوب  په لور رهبري کړ.

شهيد پروفيسر استاد برهان الدين رباني دجهاد له برياليتوب وروسته دهيواد مشرتابه ته ورسيد او دغه ماموريت ته يې دلنډ مهالې ادارې دکار ترپيل  پورې دوام ورکړ.

شهيد استاد کله چې دبن دبهير په نتيجه کې وپتيل شوه چې په افغانستان کې لنډ مهاله اداره جوړه شي د افغانستان په تاريخ کې په يوه سوله ييزه ليږدونه کې ، دهيواد له مشرتابه څخه ګوښه شو. خو په هيواد کې دسولې او ثبات دتامينولو لپاره يې خپلو هلوځلو ته دوام ورکړ  تر دې چې په دې لاره کې شهيد شو.

شهيد پروفيسر استاد برهان الدين رباني يو متفکر، متواضع ،سوله غوښتونکې او خير غوښتونکې شخصي و او دخپل ژوندانه په ټولو دورو کې يې سولې او ثبات د رسيدو، اسلامي حکومت او نظام او د ټولنيزې سوکالۍ په لاره کې دافغانستان دخلکو له روان داعي څخه تير نه شو او هغه يې مديريت کړه.

دى  په داسې حال کې چې په وروستۍ ماموريت کې ، غوښتل په هيواد کې دسولې دتامينولو لپاره کار وکړى  او دافغانستان دسولې دعالي شورا رهبري يې په غاړه لرله شهيد شو او خپل ګران هيوا ته د سولې او امنيت دستنيدو آرمان يې له ځان سره  يووړ.

دافغانستان خلک دهغه نه شتون په اوسنيو شرايطو کې چې افغانستان لا تراوسه پورې په نا آرامۍ او جګړه کې ښکيل دى ، يوه ستره ضايعه بولي.

د ده په شهادت سره دافغانستان خلکو يو ستر مصلح پوه مشر او فاضل شخصيت له لاسه ورکړ.

يو ځل بيا ددغه ستر شهيد او دګران هيواد دټولو شهيدانو دخاطر درناوى کوم او د ده او دافغانستان دټولو سور کفنو شهيدانو پاک روح ته دعا کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته