ټولنه

د يوې زده کوونکې ځان وژنه

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ١٢ :
په جوز جان ولايت کې يوې زده کوونکې نجلۍ خپل ځان وواژه .
د دغې ځوانې نجلۍ کورنۍ د هغې مړى تېره شپه د هغې په خونه کې ترلاسه کړ.
ملالۍ اتلس کلنه وه او په شبرغان ښارکې د قزانچي په ليسه کې يې زده کړه کوله.
دشبرغان ښار د روغتون رئيس ډاکترميرويس اميني وايي چې ددغې ځوانې نجلۍ په مړى ترسره شوې څيړنې ښيې چې دې د يوې زياتې اندازې ملتين په هخوړلو سره ځآن وژلى دى. دغې اتلس کلنې نجلۍ مور نه لرله او د خپلې خور په کورکې يې ژوند کاوه.
ددغې ځان وژنې انګيزه لا تر او سه پورې نه ده رو ښانه شوې.
له بلې خواد شبرغان ښار امنيتي مقامات دپيښې دڅيړنې د پيل خبر ورکوي.
ملا لۍ د هغې نجلۍ ټولګي واله وه چې څو ورځې مخکې يې ځان وژلې و.
ددغې نجلۍ د ځان وژنې انګيزه هم لا تر او سه پورې نه ده رو ښانه شوې.
دجوزجان ولايت دپوليسو يو مقام باخترآژانس ته وويل چې دوى هلې ځلې کوي چې ددغو ځنځيري ځآن وژنو انګيزې معلو مې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته