امنیت

دلغمان ولايت په دوو ولسواليو کې اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
ددولت اته تنه وسله وال مخالفين  په هغو عمليات کې ووژل شول چې دملي اردو دمنسوبينو له خوا دلغمان ولايت داليشنګ او الينګار دولسواليو په مربوطاتو کې  ترسره شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ:  دغه عمليات دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو دامنيت دتامينولو په مقصد په دغو ولسواليو کې ترسره شول چې له امله يې  ددولت اته تنه وسله وال مخالفين  ووژل شول او ديارلس  تنه نور يې ټپيان شول او دوه تنه نور يې له يوې اندازې جنګي وسايلو سره ونيول شول .
يوه اړونده  خبرځاى وويل : دهلمند ولايت په مربوطاتو کې د ملي اردو دمنسوبينو  دامنيتي ګزمې په بهير کې درې تنه مشکوک کسان ونيول شول .
  دملي اردو منسوبينوپه ښه توګه دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو دامنيت دلازيات ټينګښت په مقصد د هيواد په بيلابيلو سيموکې چاڼيز عمليات پيل کړي دي او په دښمن باندې يې ځپنده  ګوزارونه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته