کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ٨ :
يوې ډلې وسله والوکسانو د کابل ښار په دريمه کارته کې په يوه ميلمستون بريد وکړ.
عيني شاهدان وايي چې د يرغلګرو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
د باخترآژانس د خبرله مخې: په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې يوشمېر يرغلګرو په يوه نيم کاره ودانۍ کې ځاى نيولى دى او له امنيتي ځواکونوسره نښتې ته دوام ورکوي .
تراوسه پورې امنيتي مقاماتو په دې باب نظر نه دى څرګند کړى .
ځينو رسنيو خبر ورکړى دى چې يرغلګرو د عبدالعلي مستغني ليسې او د پارسپورت رياست ته څېرمه د بهرنيانو په يوه ميلمستون بريدکړى دى او نښته دوام لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ