ټولنه

په جوزجان کې پوځیانو ته۵۰ زره سي سي وینه راټوله شوه

کابل / د غویي ۲۹مه / باختر
د جوزجان د سیمه ییزې ادارې کارکوونکو نن د روغتیا نړیوالې ورځې او د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په مناسبت ۵۰ زره سي سي وینه ورکړه.
په دغه پروګرام کې د یادې ادارې رییسانو، مامورینو او کارکوونکو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او اړو ناروغانو ته ۵۰ سي سي زره وینه ورکړه.
یادو کارکوونکو له ټولو خلکو څخه وغوښتل چې هغو امنیتي ځواکونو ته چې له دښمنانو سره په نښتو کې ټپي شوي دي؛ د دوی د خدمتونو په ویاړ وینه ورکړي او خپل ملي او اسلامي پور ادا کړي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته