اقتصاد

د دريو پروژو کار بشپړ او د دوو پروژو کار پيل شو

کابلباختر د سنبلي ٣١
درې ټولګټې پروژې نن په پنجشير ولايت کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې او د دوونورو پروژو د جوړولو کار پيل شو.
دپنجشير ولايت د رسنيو دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د عنابې، پريانو او آبشار په ولسواليوکې د دريو کلينيکونو ودانۍ اوددغه ولايت په مرکز کې د کنفرانسونو يو تالارله نشه يي توکو سره دمبارزې د وزارت د پاليسۍ او همغږۍ د معين هارون رشيد اود پنجشير ولايت د مرستيال له خوا پرا نيستل شو.
دغه راز د عنابې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د يو ښوونځي د ودا نۍ د جوړولو کار د درې زره پنځه سوه مربع متره ځمکې او د ورزشي جمنازيوم ودانۍ د جوړولو کار د رخې ولسوالۍ د دشتک په سيمه کې پيل شو .
دغه پروژې دهغو سلو مليونو افغانيوڅخه چې د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې د چارو د وزارت له خوا دغه ولايت ته ځانګړې شوې دي؛ جوړيږي او په شپږو مياشتو کې به د جوړولو کاريې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته