نړۍ

عراق ترکيې ته دموصل په عملياتو کې دګډون اجازه نه ورکوي .

بغداد باختر دتلي پنځه ويشتمه :
  دعراق صدراعظم  حيدر العبادي  ټينګار وکړ چې په هيڅ صورت به دترکيې ځواکونو ته دموصل ښار په عملياتو کې دګډون اجازه ورنه کړي .
باختراژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ دعراق دوسله والو  ځواکونو سرقوماندان حيدر العبادي دموصل ښار دعملياتو په درشل کې وويل چې دموصل په جګړه کې دځمکې پرمخ هيڅ  بهرني ځواک ته چې وغواړي  دعراقي ځواکونو په نيابت وجنګيږي  کومه اړتيا نه لرو .
دعراق صدراعظم چې دترکيې دجمهور رييس دوروستيو ورځو د پرله پسې  دڅرګندونو پرخلاف غبرګون کې خبرې کولې دغه راز ټينګار وکړ هيڅوک نه شي کولاى دخپل  رول او ګتې په هر صورت کې په موږ وتپي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته