امنیت

اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٤
اته تنه ډار اچوونکي دکندز ، بغلان او دفارياب په ولايتونو کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي : په تيرو ٢٤ ساعتو کې دکندز ولايت په جوي بيګم سيمه کې دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په ګډو چاڼيزو عملياتو کې درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول او دوه بوشکه يي ماينونه د ٢٠٩ شاهين قول اردو دځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شول.
دغه راز دبغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ دکيله ګي په تګلورې کې له وسله والو طالبانو سره دامنيتي ځواکونو په جګړه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل ټپي شو.
دغه راز دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ کنجک او دچهارشنبې په سيمو کې له طالبانو سره دامنيتي ځواکونو په جګړه کې په قيصار ولسوالۍ کې د طالبآنو سرګروپ ملا داد له دوو تنو افرادو سره يې ووژل شواو درې تنه نور ټپيان شول او دشير احمد په نامه يو وسله وال مخالف دبدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونه تسليم شوى دى. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته