امنیت

په قندهارکې د ځانمرګى بريد له امله يوه ښځه او دوه تنه ماشومان شهيدان شول

کابل باختر د وږي دري ويشتمه :
په هغه ځانمرګى بريدکې چې نن دقندهار ولايت د دامان ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شو؛ درې تنه ملکي وګړي شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه نن سهار ددغه ولايت د دامان ولسوالۍ په مربوطاتوکې يوه روغتيايي کلينيک ته څيرمه رامنځته شوه.
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باخترآژانس ته وويل: ځانمرګى بريد کوونکى په چاوديدونکو توکوبار خپل موټر يوه روغتيايي کلنيک ته څيرمه وچاوه چې له امله يې يوه ښځه او دوه ماشوم شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول .
ددغې پيښې ټپيان په ډير لنډوخت کې د قندهار ښار ملکي روغتون ته وليږدول شول او د روغتون مسوولينو دڅرګندونو له مخې: ددغي پيښې دڅلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
دفيصل دڅرګندونو له مخې: د ځانمرګى بريدکوونکى هدف په سيمه کې د آيساف دځواکونو د وسايطو په کاروان بريد و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته