امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي ووژل شول

کابلباختر داسد٧
دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان پرون د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې دماين ښخولو په وخت کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: څلور تنه وسله وال طالبان کله يې چې غوښتل د وسايطوضديو ماين دهلمندولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې ښخ  کړي؛ د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
په دې نښته کې يو بل طالب ټپي او يو ماين ښخوونکى طالب له څو سپکو او درندو وسلو سره ونيول شو.
ديو بل خبر له مخې: درې تنه وسله وال مخالفين پرون په هلمند ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د ملي اردو منسوبينو د وسله والو مخالفينو ديوه قوماندان د نيولو په مقصد د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ په مربو طاتوکې ځانګړى چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له ا مله يې درې تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يوه اندازه پوځي وسايل اوتجهيزات هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته