کابل باختر د وږي دمياشتې ١٢
دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن د پناه غوښتوونکو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ له لوى رييس ښاغلى بوشاک سره دعلاقې وړ مسلو په باب وکتل .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ : په دې کتنه کې دپناه غوښتونکو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ لوى رييس په افغانستان کې دملګرو ملتو دسازمان دمرستو د ښه والي په باب دمشرانو جرګې رييس ته معلومات ورکړل و ويې ويل چې دافغانستان د دولت په غوښتنه او کورنيو بې ځايه شويو کسانو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو دڅرنګوالي له مخې يې دمهاجرينو دراستنولو دچارو له وزارت سره دهمکارۍ تفاهم ليک لاس ليک کړى دى چې د تصويب په مقصد په دافغانستان پارلمان ته وړاندې شي.
دسنا مجلس رييس په بيلابيلو برخو په تيره بيا دمهاجرينو او بې ځايه شويو کسانو په برخه کې د نړيوالې ټولنې دمرستو له امله د قدردانې په ترڅ کې ، ددغه سازمان دهمکاريو دلازياتې پراختيا غوښتنه وکړه .
مسلميار دغه راز وويل : دافغانستان حکومت هوډمن دى چې د عادلانه ويش لپاره دافغانستان دخلکو له غوښتنې سره سم دې د نړيوالۍ ټولنې مرستې په اغيزمنه انډوليزه توګه د ملي بودجې په چوکات کې ولګول شي .
0 1 دقیقه لوستل