ټولنه

د پايتخت زون د انکشاف د خپلواکې ادارې رئيس: په کابل کې ډبرين سړکونه جوړيږي

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٨ :
د پايتخت زون د خپلواکې ادارې لوى رئيس الهام عمر هوتکي نن په کابل کې په يوه خبري کنفرانس کې  د غير پلاني ساحو بيا رغاونه، دکابل ښار دستونزو په له منځه وړلوکې مهمه وبلله .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د پايتخت زون د ادارې لوى رئيس الهام عمر هوتکي په يوه خبري غوڼده کې وويل چې کابل ښار د کاناليزاسيون، د وسايلو د تګ راتګ او د وګړو د شمېر د زياتوالي په لحاظ له زياتونو ستونزوسره مخامخ دى او د پايتخت زون دانکشاف اداره  د يکه توت، قلعچې، چهلستون، دشت برچي او د کابل ښار د استوګنې د غرونو د ساحو په بيا رغاونې سره غواړي چې دغه ستونزې لرې کړي.
ده زياته کړه چې د دغو ساحو عملي کارونه پيل شوي دي او ښه بېلګه يې د شيردروازه او آسمايي په غرونوکې د استوګنې د کورونو رنګول دي.
هوتکي د بيړنيو انکشافي پروژو تطبيق د دغې ادارې له کارونو څخه وباله او زياته يې کړه چې د  دغې ادارې دندې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې ترسره کيږي .
ده دغه راز څرګنده کړه چې د پايتخت زون د انکشاف اداره د جمهور رئيس له  فرمان سره سمه تېرکال جوړه شوه او دغه اداره په کابل ولايت سربېره خپل فعاليتونه د کابل ښار د ستونزو د څيړنې په موخه د پروان، کاپيسا، لوګر او د ميدان وردګو په ولايتونوکې ترسره کوي.
ده د محمدآغې، ميدان ښار، سروبي  او باريک آب د اقتصادي زونونو انکشاف  د کابل ښار د وګړو د ګڼې ګوڼې په له منځه وړوکې اغيزمن وباله.
د پايتخت زون د انکشاف د ادارې رئيس د بنسټونو پرمختيا او په کابل کې د اوبو پرمخ د ابو ردول د دغې ادارې لومړيتوبونه وبلل چې د را روان کال تر نيمايي پورې به د کابل د سطحې اوبو ستونزې لرې شي .
عمر هوتکي دغه راز وويل چې دغې ادارې د٣٧ زرو جريبه دولتي ځمکې د غصب مخه نيولې ده او په عملي توګه د دغې ادارې پروژې پکې جريان لري.
ده زياته کړه چې په شينه کمپ کې شپږو زرو تنو بېځايه شويو ښځو د کار زمينه برابره شوې ده .
هوتکي وويل: دغه اداره په پام کې لري چې په کابل ښارکې ډبرين سړکونه جوړ کړي او دغو سړکونوکې د هېواد له ډبروڅخه کار اخيستل کيږي چې هغو اړوندو لارو ته ښه الګو وي چې په خپلو پروژوکې له کورنيومحصولاتوڅخه استفاده وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته