نړۍ

دعراق دکرکوک په جنوب کې دپنځه ديرشو تنو داعشيانو وژل کيدل.

بغداد  – باختر د کب دمياشتې ٩
عراقي ځواکونو پرون دکرکوک په جنوب کې د داعش دترورستي ځواکونو په سنګرونو په بريدونو سره څه ناڅه ديرش تنه ترورستان ووژل .
دعراق له کرکوک څخه د آلمان دخبري اژانس دخبرله مخې :دالحشد الشعبي په نامه ځواکونو دغه کسان دکرکوک په جنوب(قصبه بشير) په سيمه کې وژلي دي .
د داعش عناصرو د ٢٠١٤ ميلادي کال د جنوري له مياشتې څخه دکرکوک په جنوب کې دبشير کلى نيولى دى .
دعراق دخبري آژانس جنګ مرکز اعلام وکړ چې د داعش ترورستي پوځي مسوول حسين علاوي دعراقي ځواکونو له خوا په فلوجه په جنوب البو دعيج سيمه کې و وژل شو.
دايتلاف الوتکو هم نن د رمادي په لويديځ کې د داعش دترورستي عناصرو په سنګرونو په بريدونو سره دداعش يوولس تنه عناصر ووژل.
عراق دتيرکال د چنګاښ دمياشتې له نولسمې نيټې څخه تراوسه پورې د داعش له خوا د دغه هيواد دشمال او لويديځ دښارونو ديو زيات شمير سيمو دنيول کيدو له امله له بحران سره مخامخ دى.
په څو وروستيو مياشتو کې دعراق اردو او وګړني ځواکونو په دې بريالي شول چې دالرمادي او تکريت په ګډون ددغه هيواد څو ښارونه له داعشي ترورستانو څخه آزاد کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته