کابل باختردوږي دمياشتې ١٤ :
دهرات ولايت د ښځو دکرکت دسياليو لوبې چې ددغه ولايت دشپږو ښوونځيو دزده کوونکو ترمنځ پيل شوي وې پرون پاى ته ورسيدې .
په دغو سياليو کې دهرات ولايت د فکري سلجوقي ليسې ټيم ددغو سياليو اتل شوا و دهاتفي ليسه او دمهري ليسو ټيمونه هريو دويم او دريم مقام وګاټه.
دافغانستان دښځو دکرکټ مسوولې ديانا بارکزايي وايي چې دهرات ولايت دکرکټ غوره ښځينه څيرې و پيژندل شوې او ټاکل شوې ده ډير ژر به دهرات ولايت دکرکټ منتخت ټيم ته معرفي شي .
ميرمن بارکزايي وايي په اوس وخت کې څه د پاسه څلور زره تنه ښځې د کرکټ دفدراسيون غړيتوب لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ