امنیت

د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍکې د پوځي عملياتو پيل

-کابل باختر د ليندى يو ويشتمه :
د پروان ولايت دبګرام ولسوالۍ په مربوطاتوکې پوځي عمليات پيل شوي دي.
د دغو عملياتو موخه د ډار اچوونکو له شتون څخه د بګرام د ټولو سيمو پاکول او هم د بګرام په هوايي ډګرکې د امريکايي پوځيانو په اډې او لويو لارو او سړکونو د ډار اچوونکو بريدونو مخنيوى بلل شوى دى .
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر جنرال ضيا الرحمن سيدخيلي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات په ځينو مواردوکې دکورونو په لټونې سره ترسره کيږي .
ده وويل چې پوځيانو تر اوسه پورې په دغو عملياتوکې يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بګرام ولسوالۍ ته په غځيدلې لارې او هم دبګرام په هوايي ډګرکې د امريکايي پوځيانو په اډې د وسله والو طالبانو له خوا په وار وار راکټي او وسله وال بريدونه شوي دي؛ هغه پيښې چې له امله يې د امريکايي او افغان پوځيانو په ګډون څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته