امنیت

په فراه کې دچاودنې له امله دماشومانو دوژنې نوى جزئيات

کابل باختردتلي دمياشتې  ١٣ :
په فراه ولايت کې  دماين دچاودنې له امله  دوه تنه ماشومان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول .
دغه چاودنه پرون ماښام دفراه ښار په مربوطاتو کې هغه وخت وشوه چې يو خوشه يي ماين وچاوديد.
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندى باختراژانس ته وويل: دغه ماين  په يوې ويالې کې ځاى  پرځاى شوى و اوکله چې ماشومان تيريدل له لري واټن  څخه دطالبانو له خوا وچول شو.
ده تائيد کړه چې په دې چاودنه کې دوه ماشومان ووژل شول اوڅلور تنه نوريې ټپيان شول .
خوعيني شاهدان وايي چې په دې چاودنه  کې درې تنه ماشومان ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول .
دفراه سيمه ييز مقامات وسله وال طالبان ددغې ماين ايښودنې مسوول وبلل .
په همدې حال کې دفراه دملکي روغتون ډاکترانو  ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللي دي .
طالبان له  زياتې مودې را په دې خوا په ګڼ ميشتو لارو کې دماينونو په ايښودلو لاس پورې کوي  چې زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته