کابل باختر دوري دولسمه :
پنځه تنه مشکوک کسان تېره شپه د لوګر ولايت د څرخ په ولسوالۍ کې ونيول شول .
د لوګر دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د باختراژانس خبريال ته وويل چې د څرخ ولسوالۍ د بنډوکه ، قلعه نجاران ، شش قلعه ، هلاکي او ملا حليم په کليو کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو ځمکني او هوايي عمليات ترسره کړل چې له امله يې د مولوي حنيف په نامه يو وسله وال مخالف ووژل شو اوپنځه تنه د وسله والو مخالفانو سره د همکارۍ په تور ونيول شول .
احمدزي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د دښمن څو پټنځي او وسايط هم له منځه وړل شوي دي . ختم_ سعيده_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ