کابل باختر د زمري اوومه :
درې تنه وسله وال طالبان پرون دپروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې ووژل شول .
دپروان دهمغږي د مرکز قوماندان ډګروال الوزي احمدي باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال مخالفين له هغه وروسته ووژل شول چې سل تنه يې په سپکو او دراندو جنګي وسايلو سمبال و دپروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
ده وويل: دغه ډار اچوونکي دپوځيانو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او دزيانونو په ورکولو سره له سيمې څخه وښتيدل .
ده زياته کړه چې په دغونښتو کې درې تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى خو دوه تنه پوليسان د دغو جګړو په بهير کې ټپيان شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل