خبرونهاقتصادTOPټولنه

په جوزجان کې هره ورځ ۶۵۰ زره مترمکعب ګاز استخراج کېږي

کابل، د لېندۍ ۳۰ مه، باختر

د جوزجان د شبرغان ښار د افغان ګاز تصدي ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې هره ورځ د ګازو له ۳۴ څاه ګانو ۶۵۰ زره مترمکعب ګازاستخراج کېږي.

د شبرغان د افغان ګاز د تصدۍ رییس مولوي محمد اخترمنصور د باخترآژانس خبریال ته وویل، د جوزجان په مرګز شبرغان ښار کې د ګاز څلور ساحې یتیم تاق، جرقدوق، شکرک او خواجه ګوګردک شته چې په کې ۳۴ څاه ګانې فعالې دي، چې په ورځ کې ترې ۶۵۰ زره مترمکعب ګازاستخراج کېږي.

د نوموړي په خبره د راتلوونکي کال د پلان له مخې، د غیرفعالو څاه ګانو د فعالولو لپاره هڅې روانې دي او په نږدې راتلوونکې کې به یې چارې پیل شي.

په ورته وخت کې د جوزجان یوشمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت د دوه کلن کار او ترکار لاندې د سترو پروژو د پیلېدو هرکلي کوي او د یاد ولایت ټولو اوسېدونکو ته د ګازو د وېش غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته