امنیت

د پروان د يوه سيمه ييزو مسوول په کور د ناپيژاندو يرغلګرو بمي او خونړى بريد

چاريکار باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٤ :
په پروان ولايت کې د يوه سيمه ييز مسوول په کور يرغلګرو په بمي بريدکې  اووه تنه ټپيان شول .
ټپيان د دغه سيمه ييز مسوول د کورنۍ غړي بلل شوي دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: تېر ماښام موټر سايکل سپرو يرغلګرو د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ د آمر په کور لاسي بم وغورځاوه او وتښيدل.
سيدصبور مهدي وايي چې په دې پيښه کې ددغه سيمه ييز مسوول دکورنۍ اووه تنه غړي ټپيان شوي دي.
د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ آمر باختر آژانس ته وويل  چې د کورنۍ غړي يې د کور په انګړ کې په دسترخوان راټول شوي وو او د ماښام  آذان ته سترګې په لاره وو چې بريد پرې وشو.
د پروان و لايت  امنيه قوماندان جنرال محمد زمان مموزي دغه پيښه تائيد کړه او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملانو د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
تر اوسه پورې د يرغلګرو هويت او ددغه بمي انګيزه نه ده روښانه شوې.
د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ آمر وايي چې له چا سره شخصي دښمني نلري او د يرغلګرو هويت  نه پيژني .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته