خبرونهفرهنګ

محمد طاهر زهیر: د هېواد او خلکو خادمانو د هڅو او زحمتونو د قدردانۍ فرهنګ باید ترویج کړو

– کابل / د سلواغې ۲۹ مه / باختر
د ” فرهنګ او آزادۍ کور” بنسټ نن د ستاينليکونو په ورکولو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين عبدالمنان شېواى شرق او له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت د وزير غلام بهاءالدين جيلاني د فعاليتونو قدرداني وکړه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر په خپلو خبرو کې، د برياليو او هڅاندو شخصيتونو لپاره د قدردانۍ فرهنګ راوجول يو ښه کار وباله.
هغه د دغې غونډې د جوړولو او د قدردانۍ فرهنګ د رواجولو په اړوند د ” فرهنګ او آزادۍ کور” بنسټ وستايه او هغه يې يو مثبت ګام وباله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل: که موږ خپل انساني، اسلامي او افغاني فرهنګ ته درناوی وکړو؛ بايد په ژوند کې د قدردانۍ فرهنګ رواج کړو او او په دې تمه و نه اوسو چې يو کس مړ شي او وروسته يې قدرداني وکړو.
وروسته د ” فرهنګ او آزادۍ کور” بنسټ رييس نايب الدين فندقستاني د دغه بنسټ د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه بنسټ د قدردانۍ فرهنګ د احيا کولو په برخه کې فعاليت کوي او هلې ځلې کوي چې د هېواد د نورو برياليو شخصيتونو قدرداني هم وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزير غلام بهاءالدين جيلاني د ” فرهنګ او آزادۍ کور” له بنسټ څخه د یادې غونډې د جوړولو په خاطر مننه وکړه او څرګنده يې کړه: دغه ستاينليک او قدرداني زموږ د هغو همکارانو د هڅو پایله ده چې د هېواد په لرو سيمو کې د خلکو په خدمت بوخت دي.
د غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او د ” فرهنګ او آزادۍ کور” بنسټ رييس، له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت د وزیر د کړو وړو د قدردانۍ په خاطر د ياد بنسټ ستاينلیک هغه ته ورکړ.
پاى \ ع \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته