ټولنه

په لغمان کې ۳۴ تنو معلولینو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٥
د لغمان ولايت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست په هلو ځلو او د سویډن موسسې په همکارۍ په دغه ولايت کې په هغو ۳۴ تنو معلولینو چې د اتو میاشتو په موده کې یې مسلکي زده کړې کړې وې، د لغمان د والي، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس، د ولايتي شورا د استازي، د سويډن موسسې د استازو او د ولایتي ادارې د یو شمېر نورو چارواکو او په لاسونو پرې بري لیکونه او د اړونده مسلک برابر شوي وسایل وویشل شول.
د لغمان ولایت د کار، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو رييس سیدعبدالبصير هاشمي د باختر آژانس خبریال ته وويل: په دغو ۳۴ تنو معلولینو کې چې د مرکز او الینګار ولسوالۍ له بېلا بېلو سیمو څخه دي ۱۸ ښځینه او ۱۶ نارینه شامل وو، چې د جامو ګنډلو، ګلدوزۍ، مرى دوزۍ، ستاره دوزۍ او پردو ګنډلو په برخه کې یې مسلکي زده کړې، کړې وې.
هغې غونډې کې چې په همدې موخه پرون د لغمان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست په انګړکې جوړه شوې وه؛ په پیل کې د دغه ریاست رئیس سید عبدالبصیر هاشمي د ښه راغلاست ترڅنګ په دې برخه کې د خپلو فعالیتونو او د سویډن موسسې په همکارۍ رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې په ۲۰۱۵ م کال کې تر دې دمه د بېلا بېلو همکارو موسسو په مرسته ۹۹ تنو معلولینو مسلکي زده کړې کړې دي.
وروسته د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلې وینا پر مهال په دې برخه کې د سویډن موسسې او د کار او ټولنیزو چارو ریاست د هلو ځلو د ستاینې تر څنګ زیاته کړه معلولینو ته باید لکه د ټولنې د نورو وګړو په څېر په هره برخه کې د زده کړو او کار زمینه برابره شي تر څو وکولی شي خپلې ستونزې په خپله حل کړي او د نورو د اوږو بار نه شي.
ښاغلي نعیمي وویل: په لغمان کې د مسلکي زده کړو روزنیز مرکز لپاره ښکلې وداني شتون لري زموږ هڅه همدا ده چې د وزګارتيا د کچې په راټیټولو او د معلولینو تر څنګ بې روزګاره ځوانانو ته د کار د زمینې د برابرولو په برخه کې دغه روزنیز مرکز د نننۍ نړۍ په عصري حرفو سمبال کړو چې په دې برخه کې په نړیواله مرستندویه ادارو هم غږ کوم چې د دغه روزنیز مرکز په سمبالښت کې پوره پوره ونډه واخلي تر څو خلکو ته د کاري فرصتونو چانس برابر شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته