بغداد باختر د مرغومي يوولسمه :
دداعش ډلې دعراق دنينوا ولايت يو لرغونې جومات چولى دى او په لسګونو نور جوماتونه يې دچولو لپاره تش کړى دى .
د السومريه نيوز دخبري انترنتي سايت دخبر له مخې ، دعراق په موصل ښار کې يوه سيمه ئيز خبريال اعلام وکړ چې دداعش دډلې وسله والو کسانو پرون دنينوا ولايت په مرکز کې دالسلطان ويس جومات وچاوه .
دغه جومات په ١٨٣٨ميلادي کال کې جوړ شوى و او ددغه ولايت يو ډيرلرغونې جومات بلل کيده .
دهمدې خبر له مخې ددغه جومات دچولو لپاره دداعش پلمه دا وه چې دغه جومات په هغې ځمکه کې جوړ شوى دى چې پخوا اډيره وه .
دداعش ډلې دغه راز پرون دتلعفر دتاريخي کلا يوه زياته برخه وچوله .
دداعش ډلې دموصل په ښار کې دوه اوونۍ مخکې هم دپنځلسو جوماتونو دتړل کيدو لارښوونه کړې وه .
دهمدې خبر له مخې دداعش ډلې تراوسه پورې دعراق په موصل ښار کې يو زيات شمير تاريخي جوماتونه اماکن اوزيارتونه ويجاړکړي دي .
0 1 دقیقه لوستل