ميمنه باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه :
دميمنې ښاروالۍ پرون په ميمنې ښارکې ديو سترهوتل دجوړولوکار پيل کړ
دغه هوټل د١٢٥٠مربع متره ځمکې په ساحه کې په پنځو پوړونو کې دميمنې ښاروالۍ ته څيرمه د څه دپاسه شپيتو ميليونو افغانيو په لګښت ددغه بنسټ له بودجې څخه جوړيږي.
د باخترآژانس سيمه ييزخبريال خبر ورکړ؛ ددغې ودانۍ دبنسټ د ډبرې دايښودلو په مراسمو کې دفارياب والي ډګرجنرال همايون فوزي ددغه هوټل جوړول يې ارزښتناک وبلل او څرګنده يې کړه چې د دغه هوټل په جوړيدو سره په ميمنې ښارکې مثبت بدلون رامنځته کيږي.
دميمنې ښاروال احمدجاويد کيوان وويل ؛ چې دغه ودانۍ دميمنې ښار له بنسټيزو پروګرامونو څخه ده چې کار به يي په دوو کلونو کې بشپړ شي.
ده وويل دغه هوټل د کورنيو اوبهرنيو ميلمنو دهرکلي په خاطرجوړيږي چې لازمي آسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل