امنیت

دځانمرګي بريد له امله دسردزيان دقيق شمير لاتراوسه پورې معلوم نه دى .

کابل باختر دچنګاښ نهمه :
په هغه ځانمرګي بريد کې چې نن  ماشپښين  دکابل دنړيوال هوايي ډګر واټ ته څيرمه ددريم مکروريان دقاضي پلورنځي په وړاندې ترسره شو يوشمير ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته .
دکورنيو چارو وزارت دوياند مرستيال نجيب الله دانش دغه خبر تاييد کړ خو له دې امله دسرداوښتي زيان دشمر په باب يې څه ونه ويل .
ده وويل چې ځانمرګي يرغلګر په يوه کرولا ډوله موټر سپور و .  په همدې حال کې دباختراژانس خبريال دعيني شاهدانو له خولې وويل چې په کرولا موټر سپور ځانمرګي يرغلګر ځان دبهرنيو ځواکونو دوسايطو په وړاندې وچاوه .
دعيني شاهدانو دڅرګندونو له مخې په دې پيښه کې دوه تنه بهرنيان وژل شوي اوڅو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
تراوسه پورې دولتي مقاماتو په دې باب نظر نه دى څرګند کړى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته