سیاست

تفاهم ليک لاسليک شو .

کابل باختر د زمري لسمه :
دقانون جوړولو دبهير په اړوند دعدليې او دښځو دچارو دوزارتونو ترمنځ  دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو .
دعدليې وزارت وياند باختراژانس ته خبر ورکړ چې دغه تفاهم ليک عدليې وزير ډاکتر عبدالبصير انور او دښځو دچارو وزيرې ميرمن دلبر نظري لاسليک کړ .
  په هغو مراسمو کې چې له همدې امله پرځاى شوى و لومړۍ دعدليې وزير دجي -اي- زيت  له دفتر څخه په مننې سره چې ددغه تفاهم ليک  دلاسليک کولو زمينه يې برابره کړى  دموضوع په باب خبرې وکړې او ويې ويل هغه تفاهم ليک چې نن لاسليک  کيږي په حقيقت کې دافغانستان دملت په وړاندې دملي وحدت دحکومت دژمنو يوه برخه ده او حکومت ځان دښځو دټولنيز ، سياسي ، اقتصادي او دفرهنګي ژوندانه پرمختګ ته ژمن بولي .
ده زياته کړه په کابينه کې هم خبرې وشوې چې په وزارتونوکې دجندر امريتونه دې بايد رياستونو ته لوړ شي او دغه راز هغه ستونزې چې دښځو دحقوقودرعايتولو په اړوند په قانون کې شته بيا وڅيړل شي .
  وروسته دښځو دچارې وزيرې دموضوع په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې دقانون جوړولو بهير په هر هيواد کې خپل ځانګړي پړاونه لري او په افغانستان کې شپږ پړاونه  پکې شامل دي، له دغو شپږو پړاونو څخه دوه پړاونه يې چې تسويد او تدقيق دى خاص ارزښت لري ځکه چې دقانون طرحه اوبنسټ په همدغو دوو پړاونوکې جوړيږي او لازم قانوني دقت پکې کيږي .
  ده زياته کړه چې دښځو دچارو وزارت ددولت ديو اساسي ارګان په توګه دحکومت په کچه دښځو اوجندر په برخه کې دپاليسۍ جوړولو دنده په غاړه لري او له خپلو پروګرامونوسره سم دښځو او دجندر دمسئلو په برخه کې بيلابيلې  قانوني طرحې برابرې او تسويدوي . او دتدقيق او د پړاونو دبشپړولو په لاره کې يې دعدليې وزارت ته ليږي .
ددغه موافقه ليک په لاسليک کولو سره ددغو دوو ارګانونو ترمنځ دقانون جوړولو په بهيرکې  ښه همغږي اوهمکاري رامنځته کيږي  دښځو دچارې وزيرې هم دجي –اي- زيت  له دفتر څخه له دې امله چې  ددغه تفاهم ليک دتطبيق  او داړوندې همغږي دغونډو دجوړولو په لاره کې يې خپل ملاتړ اعلام کړ مننه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته