سیاست

د بشر د حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني پیغام

کابل باختر د ليندى  شلمه  
د بشر د حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني پیغام

د افغانستان اسلامي جمهوریت د بشر د حقونو ملاتړ له خپلو اساسي دندو څخه بولي او د افغانانو د حقونو ملاتړ خپل مکلفیت ګڼي او د بشري حقونو څخه د سرغړونو د مخنیوي او د وطنوالو د حقونو د ملاتړ لپاره کوښښ کوي.
موږ پوهېږو چې د افغانستان هېواد او خلک په تېرو څو لسیزو کې د نامناسب وضعیت او د بشري حقونو د سرغړونو شاهد وو او له دې پلوه یې سخت شرایط تجربه کړل. په همدې موخه د افغانستان حکومت په دې نړیواله ورځ د بشري حقونو د سرغړونو قربانیان یاد کړل او یو ځل بیا د سرغړونو او د بشر د حقونو د نقض د تکرار د مخنیوي په خاطر ژمنتیاوې تکراروي او ټینګار کوي، چې دې موخې ته رسېدل په افغانستان کې د قانون د حاکمیت پیاوړتیا او موثرې قضایي قوې ته اړتیا لري.

د افغانستان اسلامي دولت د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي او د قانون د حاکمیت او د قضایي قوې د پیاوړتیا لپاره موثر او ګټور ګامونه اخیستي دي او په راتلونکي کې هم دې موخې ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې او کوښښونه نه درېغوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته