اقتصاد

د کانونو او پټرولیم وزارت یو لوړ پوړي هیئت په سریلانکا کې د افغانستان دکانونو په هلکه جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړ:

کابلباختر د تلې د مياشتې٩
په دې ناسته کې د کانونو د قرادادونو په سم مدیریت، د حقوقي بنسټونو پیاوړي کول، په دې برخه کې له نړیوالو حقوقي قوانینو څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه، د بهرني پانګې اچونې مستقیم مدیریت او د کانونو په یو منظم او حقوقي بنسټ جوړونې خبرې وشوې،  دا چې د کانونو او پټرولیم وزارت پخپلو کاري لومړیتوبو کې د کانونو د سکټور له پاره ځانګړې پالیسۍ جوړولو، د حقوقي برخې د بنسټونو رغول، له نړیوالو مرستندویانو او همکارانو سره د غوره اړیکو ساتلو، د غیرقانوني استخراج او د نورو اسانیتاو برابرولو ته ځای ورکړی نو کولای شي چې په راتلونکي کې له دې قوانینو څخه د کانونو په برخه کې منظمه او په اغیزناکه توګه ګټه پورته کړو.
دا ټولې هڅې د یو بنسټیزې او پرمختللې اداره رامنځته کولو په موخه کیږي، ترڅو وکولای شو د کانونو په سکټور کې بیلابیلې اسانیتاوې او د موجوده ستونزو د حل له پاره ګټورې لارې چارې پیداکړو.
د دغو ټولو اسانتیاوو او قوانینو د تطبیق په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت له بیلابیلو کورنيو او بهرنيو ادارو او سازمانونو  سره غونډې کړي، چې په دې برخه کې ورته د مرستو او همکاریو پوره ژمنې شوې دي.
د کانونو  او پټرو لیم وزارت په تګلارو، ریفورم، پالیسیو او د پانګونې په بنیادي برخو مهم بحثونه شوي، په دې برخه کې له نړیوالو ادارو، په هیواد کې دننه له مدني بنسټونو او نورو اړوندو ادارو سره سلا مشورې شوي، ترڅو له دې لارې وکولاى شو چې د  کانونو په چارو کې د ټولو په سلا مشورو او مرستو یوه داسې تګلاره او ریفورم رامنځته کړو، چې له لارې يې وکولای شو  په ټولو چارو کې بشپړ شفافیت رامنځته او له کانونو څخه اسانه او قانوني ډول ګټه پورته کړو.
دغه راز پرون د کانونو او پټرو لیم وزارت رهبري هئیت له یونما او نورو نړیوالو ادارو سره په دې هکله یوه ناسته درلوده، چې په راتلونکي کې څنګه وکولای شو د کانونو په قراردادونو، استخراج، پروسس او نورو برخو کې اسانیتاوې رامنځته او له بهرنیو قراردادیانو سره خپلې اړیکې دوامداره وساتو.
همدا ډول د  کانونو او پټرولیم وزارت غواړي چې پخپلو ټولو چارو کې د اسانتیا رامنځته کولو او ستونزو د له منځه وړلو له پاره بریښنايي حکومتولۍ پیاوړې او تطبیق کړي، ترڅو خپلې اوږدمهاله چارې له دې لارې په لنډ وخت کې پای ته ورسوي او د مرستندویه ادارو همکارۍ نورې هم راجلب کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت هڅه کوي چې په چارو کې یوه شفافه او حساب ورکونکې حکومتولۍ رامنځته کړي، چې پر بنسټ یې وکولای شو په ټولو چارو کې روڼتیا او پوښتونکو او همکارو ادارو ته په شفافه توګه ځواب او قناعت ورکړو، او وکولای شو چې د دوی دوامداره اړیکې یې له ځان سره وساتو.
همدا ډول څو ورځې وړاندې افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني په اقتصادي شورا کې د کانونو او پټرولیم وزارت ته لارښوونه وکړه، ترڅو د کانونو په برخه کې حقوقي تګلار او اصول پیاوړي، چې وکولاى شو بهرنۍ او کورنۍ پانګونه په سمه توګه مدیریت او وڅارل شي، چې دېته د وزارت په کاري لومړیتوبو کې ځای ورکړل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته