ټولنه

په سياه ګرد کې سيلاو يو تن وواژه

کابلباختر د اسد٢١
د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې تيره شپه دسيلاو د راوتلو له ا مله يوتن ووژل شو اومالي تاوانو نه  واوښتل .
دسياه ګرد ولسوال محمد سعيد صديقى باخترا ژانس ته وويل :  پرون او تيره شپه په دغې ولسوالۍ کې سخت اورښتونه په شپاړلسو درو کې د سيلاونو دراوتلو سبب شول چى له ا مله يې يو تن  ووژل شو، د استوګنې ٦٦ کورونه ، څه د پاسه ٢٥٠ جريبه کرنيزه ځمکه او پنځه زره ميوه لرونکي او بې ميووې نيالګي ويجاړ او اويا څاروي له منځه تللي دي
صديقى زياته کړه چې ددغې ولسوالۍ په بيلا بيلو ساحو کې شل کيلو متره سړک ويجاړ اودولسوالۍ مرکز ته دخلکو دتګ راتګ لاره تړل شوې ده .
ده له مقاماتو څخه وغوښتل چى د دغې پيښې له مصيبت ځپلو کسانو سر ه دې بيړنۍ مرستې وشي  .
دپروان والى عبدالبصير سالنګي د دغه ولايت له پيښو سره دمبارزې د تياري دادارې مسوولينو ته لارښوونه  وکړه چې د زيانمنو شويو کسانو دڅيړنې اوله هغوى  سره د بيړنيو مرستو په خا طر سيمې  ته يو هيئت واستول شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته