ټولنه

د فيروزکوه خلکو ددغه ولايت دپوهنې رياست دسرپرست دخوشې کولو غوښتنه وکړه

غور باختر د وږي دمياشتې ١٥ نيټه :
د فيروزکوه ښار په لسګونو تنواوسيدونکو نن  په اعتراضي غونډې سره ددغه ولايت دپوهنې رياست دسرپرست دخوشې کولوغوښتنه وکړه .
د غور ولايت  د پوهنې د رياست سرپرست دوه ورځې مخکې ددغه ولايت  دملي امنيت  د رياست  دمنسوبينو له  خوا د اختلاس او د دولت له وسله والو مخالفينو  سره د مالي مرستې د ترسره کولو په تور نيول شوى دى.
د باختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛  دغور ولايت  دپوهنې رياست د سرپرست د نيولوپه غبرګون کې د فيروزکوه ښار په لسګونو تنو اوسيدونکو په اعتراض لاس پورې کړ او له قيداو شرط پرته د ده دخوشې کولو غوښتنه يې وکړه.
په همدې حال کې دغور دپوهنې درياست وياند شاه محمود شهاب دباخترآژانس له سيمه ييز خبريال سره په خبرو کې   دده پرخلاف هرراز اداري فساد  اوله وسله والو مخالفينو سره  د ده  هر راز اړيکې ردې کړې او ويې ويل چې دپوهنې رياست  د ولسواليو دښوونځيو دښوونکودمعاشونو دليږدونې مسووليت لري اوهغه پيسې چې ولسواليوته ليږدول شوې دي، دغورولسوالۍ دښوونکو معاشونه وو.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته