اقتصاد

په کابل کې د چين د توليداتو لومړنى نندارتون جوړ شو

کابل /د وري ٢٢مه /باختر
د لومړي ځل لپاره د چين د توليداتو يو نندارتون د يوچيني پانګه وال له خوا په کابل کې جوړ شو.
د باختراژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې نندارتون کې چيني شرکتونو اوافغاني اوچينايي ګډو شرکتونو خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي .
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګې اچونې د خونې د مديره هيئت لومړى مرستيال محمد يونس مهمند د دغه نندارتون د پرانيستلو په مراسمو کې د نندارتون د جوړولو او په افغانستان کې د پانګې اچونې په خاطر د چينايي شرکتونو له علاقمندۍ څخه په هرکلي سره وويل د چين له خوا افغان سوداګروته د ويزې د صادرولو ستونزه د دواړو هېوادونوترمنځ د تجارتي راکړې ورکړې له ستروستونزو څخه دى او د چين له حکومت څخه يې افغان سوداګرو ته د ويزې د صادرولو په برخه کې د اسانتياوغوښتنه وکړه .
د دغه نندارتون جوړونکى يومينګ هوي وايي چې د افغانستان د خصوصي برخې په هڅونې سره يې يوه ډله چينايي پانګه وال په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره راوړلى دى .
هغه چيني سوداګراوپانګه وال چې په دې نندارتون کې ګډون کړې دي وايي که چېرې دوى ته د پانګې اچونې لپاره زمينه برابره شي چمتو دي چې د تعميراتي رنګونو، د بريښنا د کيبل او پلاستيک په برخه کې پانګونه وکړي .
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته