سیاست

تبصــره :

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٨  :
سعودي عربستان ته د هېواد د اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله  عبدالله سفر درياض او کابل ترمنځ داړيکو په پراختيا کې يوه بله پاڼه پرانيزي.  دباخترآژانس مفسرليکي :  دملي وحدت حکومت د جوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې  له اسلامي هېوادونوسره داړيکو دپراختيا په لټه کې دى ،اودغې مسئلې ته يې دخپلو  بهرنيو اړيکو په سر کې ځاى ورکړى دى.
له همدې امله و چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررئيس خپل بهرني سفرونه له اسلامي هېوادونو څخه پيل کړل  خوهغه بحراني او ګډوډ حالت  چې په زياترو اسلامي هېوادونو کې  واکمن شوى دى  هغه څه  چې ددغې  سوځوونکې تبې  سبب دي  په دغو هېوادونو کې دبيلابيلو ډاراچوونکو کړيو څرګنديدل  دي .   له دې امله  دبحران په حال کې هېوادونو اساسي شخړې اوستونزې دډاراچوونکو  اودهغوى دبشري اوانساني ضدفعاليتونو شتون دى .
افغانستان هم دډاراچونې قرباني شوى دى  چې اصلي جرړې يې په سيمه  کې دي.
دافغانستان سياسي دکتورين له زياتې مودې را په دې خوا ټينګار کوي  چې
   له دولتونو سره ددولت دمستقيمو اړيکو دپراختيا بهير  ددوه اړخيزو اړيکو په   چوکاټ کې دځينو انديښنو دله منځه وړلو لپاره فرصت برابروي .
نننى افغانستان   له څو کلونو مخکې افغانستان سره هم په سياسي لحاظ او   هم  په اقتصادي او ټولنيز لحاظ توپير لري  او دغه هېواد له هېوادونو سره خپلې اړيکې نيغ په نيغه دښه  ګاونډيتوب داړيکو او دنورو په چارو کې دنه لاسوهنې پربنسټ  تامينوي  او په پراختيا او پرمختياکې يې هڅه اوهاند کوي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت دغه راز له نورو هېوادونو څخه  غواړي چې  له دولت سره ددولت  اړيکې د دوه اړخيزو ګټو په پام کې نيولو سره عيارې کړي. په هرصورت افغانستان دخپلواک هېواد په توګه هيڅکله  په سيمه او اسلامي نړۍکې  دناامنيو پراختيا نه غواړي په همدې  دليل يې تل   دسيمه ييزو او له سيمې  څخه بهر اړيکو دحل کولو په لاره کې په سياسي چلند باندې ټينګار کړى  دى.
په دغه شان شرايطو کې  سعودي عربستان ته دډاکتر عبدالله عبدالله سفرداهميت وړ دى.
دغه سفرددې مسئلې څرګند پيغام دى چې هيڅکله افغانستان  په سيمه ييزو
مسئلو کې    نه لتاړکيږي  اوپه مستقل ډول دبحرانونو اوتاوتريخوالي دحل کولو په باب فکر کوي .په مسلمه توګه دسعودي عربستان له مقاماتو سره دافغانستان داجرائيه رئيس ليده کاته او خبرې اترې به ددواړو هېوادونو ترمنځ دزياتې همکارۍ زمينه برابرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته