امنیت

په ميدان وردګو کې دحقاني دشبکې د٢١ تنو غړو وژل کيدل

 دميدان ښار باختر دليندۍ دمياشتې ٢ نيټه :
د ملي امنيت اداره وايي  چې په ميدان وردګوولايت کې په يوه ځانګړي عمليات کې  دحقاني شبکې پنځه تنه قوماندانان له افرادو سره يې  ووژل شول.
دملي امنيت د لوى رياست  مطبوعاتي د فتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
  دملي امنيت دکوماندو دځواکونو په ځانګړو عملياتو کې  چې دحقاني دتروريستي شبکې په يو ستر مرکز ترسره شو د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کۍ  ددغې شبکې پنځه تنه مهم  قوماندانان  او سرګروپان  ووژل شول  او درې تنه نور يې ونيول شول .
په وژل شويو کسانو کې دحقاني دشبکې  د١٥ کسيزې ډلې قوماندان  قاري حميدالله چې په مستعارنامه قريشي  ، دحقاني دشبکې د ١٥کسيزي ډلې قوماندان  د ذکرالله زوى  قاري ندرت،  دحقاني دشبکې د ١٢ کسيزې ډلې قوماندان  د ذ کرالله زوى قاري نصرت الله ، دحقاني دشبکې  د ١٠ کسيزې ډلې سرګروپ مولوي غلام سر او په ميدان ورد ګو کې دحقاني داستخباراتي شبکې  مسوول قاري حمزه  او شپاړلس تنه نور په  دغو وژل شويو کسانوکې شامل دي.
دغه راز په دغو عملياتوکې  ددښمن يوه ثابته قرارګاه  له منځه وړل شوې  او  دهغوى يوه  زياته اندازه  وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته